د کابل ـ غزني لویې لارې د دویم لین د څلورمې قطعې د اسفالت چارې پیل شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د دې پروژې اړوند قرارداد له خصوصي سکټور سره شوی او د یادې قطعې اوږدوالی ۲۲.۳ کیلومتره دی.
د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د سړک د لومړي قشر د اسفالت چارې د ۸.۳ کیلومتره په اوږدوالي بشپړې شوې دي.
د وزارت په وینا، د پروژې په بشپړېدو سره به د کابل او غزني ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې لا ډېرې شي او د سړک د خوندیتوب او کیفیت کچه به هم لوړه شي.
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

