د چین ولسي جمهوریت سفیر ژاو شېنګ په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره تودیعي لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې امیرخان متقي د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د چین سفیر د ماموریت د دورې ستاینه یې وکړه.
متقي د ژاو شېنګ د راتلونکي ماموریت لپاره د بریا هیله څرګنده کړه.
بلخوا، د چین سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې او د خپل ماموریت پر مهال یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه.
ژاو شېنګ هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې به په بېلابېلو برخو کې لا پراخې او پیاوړې شي.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

