د اسلامي امارت مرستیال ویاند پر کونړ او پکتیکا د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي.
ملا حمدالله فطرت د ځواب د کره وخت او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه یې تجاوز ، ظلم او د جنایتونو تکرار بللی دی.
فطرت همداراز ویلي، پاکستان پوځي رژیم غواړي په دا ډول بریدونو د خپل قلمرو دننه امنیتي ناکامیو څخه د خلکو پام بل لور ته واړوي.
سرچینه : شرق نیوز

