د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند ، د ایران له سرقونسل سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او پراختیا خبرې کړې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د نندارتونونو پر جوړېدو، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، او همدارنګه د کرنې او روغتیايي سکتورونو د پیاوړتیا په اړه مفصل بحث شوی دی. په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړ او ترڅنګ یې پر سیاسي او ډیپلوماتیکو موضوعاتو هم نظرونه تبادله کړل

