د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د عرفې ورځې او د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت په هېواد کې څلور کاري ورځې عمومي رخصت دی
د دې وزارت د اعلامیې له مخې دغه رخصتي د غبرګولي میاشتې له ۵مې نېټې څخه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام ومومي
په اعلامیه کې راغلي، چې ټولې ادارې او بنسټونه د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته د غبرګولي له لسمې یکشنبې ورځې څخه خپل رسمیات په عادي ډول پیلوي

