د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجنیر ذبیحالله امیري نن سهار د دندې پر لور د تګ پر مهال په یو وسلهوال برید کې شهید شو.
د معلوماتو له مخې، دا پېښه د بهارک ولسوالۍ او فیضاباد ښار ترمنځ رامنځته شوې ده.
امنیتي مسوولین وایي، د امیري د شهادت په تړاو امنیتي ځواکونو یو تن وژلی او یو بل کس یې تازه ژوندی نیولی دی.
د امنیتي مسوولینو په وینا، د پېښې د بشپړو جزیاتو د روښانه کولو لپاره څېړنې روانې دي.
مسعود عربزی

