
د امريکا متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکي اجراتو ادارې (Immigration and Customs Enforcement) د يکشنبې په ورځ دا خبر ورکړی دی. د «افغان ايواک» په نوم په امريکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو يوې مرستندويه ډلې له خوا ويل شوي چې د محمد نذير پکتياوال، په نوم دغه ۴۱ کلن افغان چې په افغانستان کې یې د متحده ايالاتو له ځانګړو ځواکونو سره کار کړی وو او په ۲۰۲۱م کال کې امريکا ته تخليه شوی وو، د پناه دوسيه لا تر کار لاندې وه.
د امريکا د مهاجرت او ګمرکي اجرااتو ادارې ويلي دي چې پکتياوال د جمعې په ورځ د هدفمنو اجرايي عملياتو په ترڅ کې نيول شوی وو او هغه وخت د ټيکساس د ډيلاس پارک لينډ روغتون ته انتقال شو چې د ساه بنديدو او په سينه کې د درد شکايت یې وکړ.
د امريکا د مهاجرت او ګمرک ادارې يا آیس په يوه اعلاميه کې ويلي: «د مارچ میاشتې د ۱۴نیټې پر سهار پکتياوال، د سهار په چایو بوخت وو چې روغتيايي پرسونل ور پام شو چې د هغه ژبه پړسېدلی او سملاسي غبرګون وښوول شو. د ژغورنې تر يو شمیر هڅو وروسته د ورځې پر ۹ بجو او لسو دقيقو د هغه مړينه تائيد شوه.»
يادې ادارې د نوموړي د مړينه دليل نه دی مشخص کړی او ويلي دي چې د پکتياوال، د مړينې په اړه «دمګړۍ څيړنې رواني» دي او زياته کړې ېې ده چې د نيول کيدو پر وخت هغه د کومې پخوانۍ ناروغۍ په اړه څه نه وو ويلي.
د «افغان ايواک» مرستندويه ډلې مشر شان ونډيور، په دې اړه ویلي: «افغان ايواک د نوموړي د توقيف د شرائطو، طبي پاملرنې او د مړينې په اړه د سملاسي او شفافو څيړنو غږ کوي چې د کورني امنيت د وزارت د عمومي مفتش او کانګرس له خوا څارنه پکې شامله ده.»
پکتياوال څوک وو؟
د افغان ایواک له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې د پکتياوال، کورنۍ ويلي دي چې هغه د شپږو اولادونو چې کوچنۍ هغه یې د ۱۸ میاشتو دی، پلار وو.
د کورنۍ له خوا یې زياته شوې: «موږ لا هم نه پوهیږو چې دا څه څنګه پېښ شول. هغه يوازې ۴۱ کلن وو او قوي او روغ سړی وو.»
د ملګرو ملتونو د نژادي تبيعيض د له منځه وړلو کميټې تیره اونۍ د امريکا د مهاجرت او ګمرکي اجرااتو ادارې له خوا «د مهاجرت د قانون د تطبيق په ترڅ کې د ډېر زور» کارول وغندل او يادونه یې وکړه چې له جنوري میاشتې راهېسې د دغه ادارې د عملياتو او يا په توقيف کې لږ تر لږه ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امريکا د مهاجرت او ګمرک ادارې ويلي دي چې پکتياوال، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې متحده ایالاتو ته داخل شوی وو او هلته د پاتيدو د مدرک موده یې د ۲۰۲۵م کال په اګست کې پای ته رسېدلې وه.
يادې ادارې زياته کړې ده چې پکتياوال، په تیر کال کې د بې وزلو او کم عايد لرونکو کورنيو سره د مرستو د يوه پروګرام اړونده دوکې او غلا له کبله دوه ځله نیول شوی وو.
خو افغان ايواک ويلي ول چې دغه نيونې د جزايي تورونو باعث شوې نه وې او دا چې د موجودو معلوماتو په حواله نوموړی محکوم شوی نه دی.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د څه نا څه شل کلن حضور په ترڅ په سونو زرو افغانانو د دغو ځواکونو سره همکاري درلودله. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ډېرو د تاوتريخوالي د هدف ګرځيدو ویره درلودله.
https://www.dw.com/ps/د-امريکا-د-مهاجرت-او-ګمرک-ادارې-د-یوه-افغان-د-مړینې-په-هکله-څه-وايي/a-76375532
