د کونړ ولایت د اقتصاد، کور او ښار جوړولو ریاستونو او ګډ هیئت په همکارۍ، د افغانستان د خلکو لپاره د رفاه او ترقۍ مؤسسې له لوري د خاص کونړ په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره یو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پر دې جومات درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
مسولین دیادي موسیسي څخه مننه کوې او د نورو موسیساتو څخه راستنو شوو ته د خدماتو د وړاندي کولو په برخه کې غوښتنه کوې.
بل لورته د یادې موسیسي مسولین ډاډ ورکوې چې دوۍ به په نورو ښارګوټو کې هم راستنو شوو کورنیو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې.
د کونړ ولایتي اداري او نورو ادارو مسولین ډاډ ورکوې چې دوۍ راستنو شوو کورنیو ته په ډیرې برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او لاهم ددوۍ هڅي روانی دي.
راپور: پرویز مومند

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

