د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره د هغه د ماموریت پای ته رسېدو په مناسبت د مخهښې لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر افغانستان کې د چین د سفیر ژاوشېنګ ماموریت اغېزناک او د دواړو هېوادونو د اړیکو پياوړتیا کې یې د هغه رول مثبت بللی دی.
ورته مهال، ژاو شېنګ د خپل ماموریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت له همکارۍ مننه کړې، د افغانستان او چین اړیکې یې مهمې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې ده.
سرچینه : شرق نیوز

