د اندونیزیا سلګونه ژغورونکي، چې ساحلي ساتونکي او سمندري ځواک هم پکې شامل دي، د دوشنبې په ورځ د جاوا سمندر کې د چپه شوې مسافر وړونکې بېړۍ د سپرو کسانو د ژغورلو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړ.
چارواکي وايي، په پېښه کې تر اوسه د شپږو کسانو مړینه تایید شوې، خو ۱۲۹ کسان لا هم ورک دي.
ژغورونکي هڅه کوي بېړۍ ته ورسېږي او ورک کسان پیدا کړي.
د ژغورنې ادارې په وینا، «ویرګو ټرانسپورټ ۸» بېړۍ د یکشنبې په سهار په خراب موسم کې ورکه شوه.
په بېړۍ کې ټول ۲۴۳ کسان سپاره وو او له ختیځ جاوا ولایت د سورابایا ښار څخه د سویلي کالیمانتان د بنجرماسین ښار پر لور روانه وه.
تر اوسه د ژغورنې ډلو ۱۰۸ کسان له بېړۍ څخه ژغورلي دي، خو د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
سرچینه: شرق نیوز

