تورخم عمري کمپ کې د کډوالو د لېږد هیئت د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۵۹۲ راستنېدونکې کورنۍ، چې ۳۲۴۹ غړي یې لرل، خپلو ولایتونو ته لېږدولي دي.
د راپور له مخې، یادې کورنۍ د ۲۷۶ بېلابېل ډوله وسایطو په وسیله کابل، کونړ، نورستان، لغمان او د ننګرهار بېلابېلو سیمو کې خپلو اصلي مېنو ته رسول شوي.
د کډوالو د لېږد هیئت په وینا، دغو کورنیو سره د ټرانسپورټي لګښتونو په موخه ۲ میلیونه ۷۸۳ زره ۶۶۰ افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
راستانه شوي افغانان هم خپلو سیمو ته د انتقال او ورسره د شویو مرستو له امله خوښ دي.
د دغو کډوالو د لېږد ترڅنګ په دې هیئت کې د دفاع وزارت اووه لوی بسونه او انټرنیشل ګاډي هم ګمارل شوي، چې راستنېدونکي افغانان له فرضي کرښې څخه تر عمري کمپ پورې په منظم ډول انتقال کړي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

