اوکرایني چارواکي وايي روسیې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو تازه هوايي بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، روسیې د شنبې ورځې له سهار راهیسې د اوکراین پر بېلابېلو هدفونو د بریدونو لپاره نږدې ۵۰۰ ډرونونه کارولي دي.
د راپورونو له مخې، یوازې په اودیسا ښار کې شاوخوا ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د بریدونو له امله د استوګنې ودانیو ترڅنګ صنعتي مرکزونه، بندرونه او د اوکراین مهم بنسټیز تاسیسات هم زیانمن شوي دي.
اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې د هوايي بریدونو له امله په یو شمېر سیمو کې د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی او د زیانونو د ارزونې چارې لا هم روانې دي.
سرچینه : شرق نیوز

