د امریکا د فلوریډا ایالت په سوېل کې یوه شخصي الوتکه چې نهه کسان پکې سپاره وو، د استوګنې په یوه سیمه کې لوېدلې او اور یې اخیستی دی.
فاکس نیوز راپور ورکړی چې دغه پېښه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مار-ا-لاګو استوګنځي څخه شاوخوا نهه مایله لرې د کرېسټهېون استوګنې سیمې ته څېرمه شوې ده.
په ورته مهال، د پام بیچ کاونټي د اور وژنې او ژغورنې ادارې له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتګ ډډه وکړي.
د امریکا د ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په خپرو شویو معلوماتو کې د الوتکې د سپرلیو د احتمالي مرګژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

