د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ په بشپړ بریالیتوب پای ته ورسوله.
افغان لوبډلې په وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
زمبابوې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۱۴.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره نور احمد پنځه وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان د ۸۰ منډو هدف په ۸.۱ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
ابراهیم ځدراڼ ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
عظمت الله عمرزي هم ۱۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزي د ټولې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

