
کابل | دوشنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۵ عقرب ۱۴۰۵د ښارجوړونې او کور جوړونې وزارت وايي، د کابل ښار د لوېدیځ زون تفصیلي پراختیايي پلان چې ۱۲ زره او ۷۳۶ جریبه ځمکه رانغاړي، د تخنیکي ارزونې وروسته د وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له خوا تصویب او لاسلیک شو. په دې پلان کې د ۱۲۰ زرو کورنیو لپاره د استوګنې زمینه په پام کې نیول شوې او د سیمې د نفوس ظرفیت شاوخوا ۷۲۰ زره تنه اټکل شوی، چې پوهنتونونه، روغتونونه، ښوونځي او له ۴۰ څخه زیات پارکونه هم پکې شامل دي.
#Kabul #Afghanistan #Development #UrbanPlanning #Housing
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

