
کابل | دوشنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۵ عقرب ۱۴۰۵د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت استازي به د روان کال په ډسمبر کې د ایران په پلازمېنه تهران کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اېکو) په ناسته کې ګډون وکړي. هغه وویل چې دا ګډون، لکه تېر کال په باکو کې، د سیمه ییز اتصال او اقتصادي همغږۍ پراختیا ته د افغانستان پاملرنه ښيي او سوداګري او ټرانزیټ کولی شي سیاسي اختلافات راکم او باور جوړ کړي.
#Afghanistan #ECO #Tehran #Economy #RegionalCooperation
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

