سنګین، هلمند | شنبه، ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۳ عقرب ۱۴۰۵
د هلمند د سنګین ولسوالۍ په ساروان قلعه سیمه کې یو موټر د تېلو اخیستو پر مهال اور واخیست چې له امله یې ۹ تنه ټپیان شول. د هلمند د امنیې قومندانۍ په وینا، امنیتي ځواکونه او روغتیايي ډلې په ګډه د پېښې ځای ته ورسېدل، اور یې کنټرول کړ او د ټپیانو په ژغورنه کې یې مرسته وکړه؛ د ټپیانو له ډلې پنځه تنه، چې څلور یې ماشومان دي، د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.

سرچینه: باختر آژانس
#Afghanistan #Helmand #Sangin #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

