د بلوچ لبریشن آرمي (بي ایل اې) ویاند جیئند بلوچ په یوه بیان کې ادعا کړې چې د دې ډلې مجید بریګیډ ځانمرګي واحد د مستونګ په کانک سیمه کې په کنډاب کې د پاکستان د پوځ پر کمپ د چاودېدونکو توکو ډک موټر برید کړی دی. د ډلې په ادعا، کمپ په بشپړه توګه ویجاړ شوی او ۱۸ سرتېري وژل شوي دي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
بلې خوا ته، پاکستاني امنیتي سرچینو د کمپ د ویجاړېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په سیمه کې یو برید شنډ شوی دی. د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی او د بي ایل اې ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

سرچینه: Asian News Hub
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

