داسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي په اقتصادي چارو کې د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري کابل ته راورسید.
د نوموړي په خبره د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا او د پانګهونې د فرصتونو ارزونه ده.
بلخوا د ارګ مطبوعاتي دفتر ویلي اوورچوک د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ارګ ته ورسېد او د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند له لوري یې هرکلی وشو.
ټاکل شوې چې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې څو هوکړهلیکونه هم لاسلیک شي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو چارواکي د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزېټي اړیکو پر پراختیا، په زیربنایي پروژو کې پر همکارۍ او د ګډو اقتصادي او پراختیایي پروژو پر پلي کولو خبرې وکړي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

