د پنجشېر ولایت د مقام ویاند وايي، د داوطلبۍ په وروستۍ پروسه کې د دغه ولایت ۱۲ زره او ۴۲۳ قیراط زمرد د ۶ میلیونه او ۳۷۱ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال شاوخوا ۲۰ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کانونو او اړوندو فعالیتونو په برخه کې پر کار بوخت دي.
هغه زیاته کړې، چې تر اوسه په پنجشېر کې د ۱۷ ډوله منرالونو پېژندنه شوې او د ځینو هغو د استخراج بهیر هم عملاً پیل شوی دی.
سرچینه: شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

