د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د راتلونکي پړاو لپاره د لوبغاړو د ټاکنې مراسم د سهشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ټولو پنځو لوبډلو خپل نوملړونه بشپړ کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، په دغو مراسمو کې د ۴۶۲ لوبغاړو له ډلې څخه د ۱۸ پړاوونو په ترڅ کې د شپږو بېلابېلو کټګوریو ۹۰ لوبغاړي غوره شول.
تر دې وړاندې پنځه افغان نوموتي لوبغاړي هم د لوبډلو له لوري ټاکل شوي وو، چې په دې سره د ټولو پنځو لوبډلو ۱۹ کسیز نوملړونه بشپړ شول.
په دغو مراسمو کې د نړۍ نوموتي کرکټران، د افغانستان پېژندل شوي ستوري او ځوان استعدادونه د پنځو لوبډلو په نوملړونو کې شامل شول.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالۍ به د راتلونکي ډسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
سرچینه: شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

