د افغانستان لپاره د بېلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وايي متقي نوموړي ته په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړې او د دغه وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اوسنی فرصت مهم بللی او د اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
بلخوا، د بېلاروس نوي ټاکل شوي سفیر ژمنه کړې، چې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

