د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې زرګونو ځوانانو د ژوند د لګښتونو د لوړېدو، د ښوونیز نظام د وضعیت او اجباري پوځي خدمت پر ضد مظاهرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ په ۳۴ ښارونو کې لاریونونه ترسره شوي، چې په ځینو سیمو کې یو شمېر دوکانونه لوټ شول، ودانیو ته زیان ورسېد او پر پولیسو د ډبرو، بوتلونو او اور اچوونکو توکو بریدونه وشول.
پولیسو هم د مظاهرهچیانو د خورولو لپاره اوبهشیندونکي موټر او مرچ لرونکي سپرې وکارولې.
د جرمني پولیسو ویلي، په څو ښارونو کې یو شمېر پولیس ټپیان شوي او ګڼ کسان نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د برلین، مونیخ او فرانکفورت په ښارونو کې پولیسو د شاوخوا ۱۸ زره مظاهرهچیانو ګډون ثبت کړی دی.
د مظاهرو تنظیموونکو ویلي، د دوی په لاریونونو کې تر سل زره ډېرو کسانو ګډون کړی و او ټاکل شوې ده د نومبر په شلمه یو ځل بیا مظاهرې وکړي.

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

