د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي، که هغه د امریکا او یا کوم بل هېواد له لوري وي.
مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، امریکا باید دا حقیقت هم په پام کې ونیسي چې د جګړې پیل او د ناامنیو د رامنځته کولو هڅې پاکستان کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت لا هم د خبرو اترو له لارې د شخړې پر هواري باور لري او په وینا یې، د امریکا په ګډون له هر هغه هېواد سره ستونزه نه لري چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، پاکستان د افغانستان له خاورې د بریدونو په اړه اندېښنه لري او د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

