د والسټریټ ژورنال د خپاره کړي راپور پر بنسټ، امریکا په هرمز تنګي کې د خپلو سمندري ځواکونو د فعالیتونو او د سوداګریزو بېړیو د ساتنې لپاره هره میاشت د دوو او دریو میلیاردو ډالرو ترمنځ بودیجه ځانګړې کوي.
د راپور د شمېرو له مخې، په دې ماموریت کې شاوخوا ۵۰ زره امریکايي سرتېري او ۲۰ جنګي بېړۍ ګومارل شوې دي.
د دغو ځواکونو د سونتوکو، پوځي تجهیزاتو او اکمالاتي چارو برابرول د عملیاتو د درنو لګښتونو مهم عوامل بلل شوي دي.
د یادې ورځپاڼې په وینا، د امریکا د سمندري ماموریت اساسي تمرکز د سوداګریزو کښتیو او د تېلو د لېږدوونکو ټانکرونو د تګ راتګ پر خوندي ساتلو او د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې پر دوام دی.
بلخوا، په وروستیو ورځو کې په هرمز تنګي کې د امنیتي پېښو زیاتوالي د بېړیو د تګ راتګ وضعیت اغېزمن کړی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې ځینې سوداګریزې بېړۍ د بریدونو له امله زیانمنې شوې، اور پرې لګېدلی او ځینې ډوبې شوې دي.
هرمز تنګی د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دی، چې د امنیت وضعیت یې د تېلو پر نړیوال بازار او د سوداګریزو توکو پر لېږد اغېز لرلای شي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

