د عامې روغتیا وزارت د کونړ ولایت په خاص کونړ او اسمار ولسوالیو کې د ولسوالۍ کچې د دوو ۵۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودې.
په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د کونړ ولایتي چارواکو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر ویلي، دغه روغتونونه د اسلامي امارت له بودیجې جوړېږي او د روان کال په ترڅ کې به په هېواد کې د ۱۰۰ څخه د زیاتو روغتونونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص په وینا، د خاص کونړ روغتون په ۶۰.۵ میلیونه او د اسمار روغتون په ۴۹.۷ میلیونه افغانیو جوړېږي او ټاکل شوې په یو نیم کال کې بشپړ شي.
د نوموړي په خبره، د دغو روغتونونو په جوړېدو سره به د سیمې خلک د داخله، جراحۍ، نسایي ولادي او ماشومانو روغتیایي خدمتونو ته په خپلو ولسوالیو کې اسانه لاسرسی ومومي.
راپور : پرویز مومند

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

