د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د دغه سازمان د امنیت شورا پر اوسني جوړښت نیوکه کړې او ویلې یې دي، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده باید د یوازې پنځو هېوادونو د غوښتنې تابع نه وي.
هغه همدارنګه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان نور نشي کولای د سولې او امنیت د ټینګښت برخه کې خپل اصلي ماموریت په ښه توګه ترسره کړي.
اردوغان دغهراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوسني جوړښت ته په اشارې ویلي، هغه نظام چې د ګڼو هېوادونو اراده په کې یوازې د پنځو هېوادونو د غوښتنې تابع وي، نه عادلانه دی او نه هم په نړۍواله کچه بشپړ باور رامنځته کولای شي.
د ترکیې ولسمشر همدارنګه په خپلو خبرو کې په غزه کې روان وضعیت غندلی او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې په زړه کې رحم او د عدالت احساس او وجدان ولري، نه شي کولی په غزه کې د روانو پېښو پر وړاندې بېتفاوته پاتې شي.
سرچینه : شرق نیوز

