د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، روسیه پر اوکراین د یوه نوي ستر برید د ترسره کولو لپاره پلان جوړوي.
زلنسکي په ټیلیګرام ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي، اوکراین د خپل هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره له خپلو متحدانو سره په دوامداره توګه اړیکې لري.
نوموړي د روسیې د احتمالي برید د وخت او پراخوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
بلخوا، سپوټ نیک خبر ورکړی، چې روسیې په اوکراین کې پر ۱۴۸ هدفونو هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د راپور پر بنسټ، روسیې په دغو بریدونو کې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو تولیدي کارخونې او نور پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
سرچینه : شرق نیوز

