د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی .
پدې راپور کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه په تازه ۲۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳۰ تنه کیږي وطن ته په جبر بېرته راستانه شول .
راپور کې راغلي چې یواځې د تورخم له لارې (۴۱) کورنۍ چې د غړو شمېر (۲۰۳) تنه و، هېواد ته راستنې اود ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخواله تورخم څخه (۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۸۸۴۹۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۳۱) کورنیو سره ټولټال (۲۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور کې لیکل شوي چې اخوا د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۹) تنه و، هېواد ته راستنې اود ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۷) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۱۶۸۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۱۴) کورنیو سره ټولټال (۱۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۱۵۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۸۶) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۹۸۵) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي اود مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره ټولټال (۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
بلخوا د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۱۶) کورنیو سره ټولټال (۱۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور وړاندې څرګندوي چې د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۸) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۴۷۸۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
سرچینه: شرق نیوز

