کونړ کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیل پرانیسته
یاد کمپاین دوشنبه پیل شو چې په ترڅ کې به يې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومان چې شاوخوا ۲ سوه زره ته رسیږي واکسین شې .
ولایتي اداري مسولین وايي دوې په دغه برخه کې همکار دي او هڅه کوي چې د پولیو دا کمپاین په سم ډول ترسره او ټول ماشومان تري برخمن شې
د کونړ د کتلوي معافیت مسولین وايي ددي کمپاین لپاره ګڼ شمیر رضاکاران روزلي او په ښه ډول به ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.
مسولین د والدینو او د کورنیو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې دغه کمپاین په ښه ترسراوې کې ورسره پوره ونډه واخلي.
باید وویل شې دا کمپاین نن دوشنبه پیل شو چې تر راتلونکي پنجشنبې پورې به دوام وکړي او ټول تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومان به واکسین شې
راپور : پرویز مومند

