د اریانا افغان هوايي شرکت یوه ځانګړې چارتر کارګو الوتکه کابل نړیوال هوايي ډګر ته رارسېدلې.
ياد شرکت وايي، دا کارګو الوتکه د متحده عربي اماراتو د «اير چارټر ايکسپری» له شرکت سره د يوه کال لپاره تړون شوې چې د شاوخوا ۱۷ ټنه بار د لېږد ظرفیت لري.
د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولينو په وينا، د دې الوتکې په فعالېدو سره به د هوايي کارګو شبکه پراخه، د افغان سوداګرو د صادراتو بهیر چټک او نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د لېږد زمینه لا اسانه شي.
د دې شرکت مسوولينو ډاډ ورکړی چې د هوا له لارې د صادراتو او انتقالاتو د زياتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړولو په موخه د دوی هڅې دوام لري.
سرچینه : شرق نیوز

