د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کیڼلاسی توپوهونکی نجیبالله ځدراڼ، چې د ملا د ټپ له امله نږدې دوه کاله له کرېکټ او ملي لوبډلې لرې و، یو ځل بیا د افغانستان په لوبډله کې شامل شوی دی.
ځدراڼ وايي، اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی او د جاپان په کوربهتوب کېدونکو اسیايي لوبو لپاره د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په نوملړ کې ټاکل شوی دی.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې په اسیايي لوبو کې به ښه لوبه وکړي او د خپلې وړتیا له ثابتولو وروسته به یو ځل بیا د افغانستان د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي. هغه همداراز تمه لري چې د ۲۰۲۷ کال په پنځوساوریز او شلاوریز نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان استازیتوب وکړي.
نجیبالله ځدراڼ په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله سیالي ترسره کړې او تر دې وړاندې یې د ملي لوبډلې په ترکیب کې مهم رول لوبولی دی.
د معلوماتو له مخې، نوموړي د افغانستان لپاره ۹۲ پنځوساوریزې او ۱۰۷ شلاوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. هغه په پنځوساوریزو سیالیو کې ۲۰۶۰ منډې کړې، چې یوه سلیزه او ۱۵ پنځوسیزې پکې شاملې دي.
ځدراڼ په شلاوریزو نړیوالو سیالیو کې هم ۱۸۳۰ منډې کړې دي، چې اته پنځوسیزې پکې شاملې دي؛ خو تر اوسه یې په دې بڼه کې سلیزه نه ده وهلې.
سرچینه : شرق نیوز

