د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې پر پلازمېنه مسکو پراخ بریدونه کړي، چې د تېلو یوه تصفیه خونه او یو شمېر نورې سیمې پکې په نښه شوې دي.
د یاد اژانس د راپور پر بنسټ، په دغو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي، خو د اوښتو مالي زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، روسي ځواکونو له شنبې راهیسې له ۱۶۰۰ څخه ډېرې اوکرایني بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي، چې شاوخوا ۴۵۰ یې د مسکو پر لور روانې وې.
د نوموړي په وینا، څو بېپیلوټه الوتکې د مسکو د تېلو د تصفیهخانې سیمې ته رسېدلې او یوه یې پر یوې استوګنیزې ودانۍ لګېدلې ده؛ خو هغه ویلي چې په دې پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
سوبیانین دغه برید بېساری بللی او ادعا یې کړې، چې موخه یې د روسیې د پارلماني ټاکنو ګډوډول وو، خو نوموړي ویلي چې برید کوونکي خپل هدف ته نه دي رسېدلي.
سرچینه : شرق نیوز

