د کورنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وایي چې وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له رئیس ابراهیم کالن او مل پلاوي سره لیدلي دي .
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د امنیت، نشه یي توکو پر ضد د مبارزې، د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ پر همغږیو او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
بلخوا سراجالدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستيال او راغلي پلاوی سره هم ناسته کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ښو اړیکو پر لا پراختیا، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ښه تعامل او رغنده رول، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

