په پنجشېر ولایت کې د بېلابېلو قیمتي ډبرو د کانونو د پراختیا ترڅنګ، د عنابې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فیروزې یو کان هم پېژندل شوی دی.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست، د سیمې د اوسېدونکو له غوښتنې وروسته، د یادې سیمې د سروې او ارزونې لپاره یو تخنیکي ټیم ګومارلی دی.
مسوولین وایي، تخنیکي ټیم به د سروې او نمونې اخیستنې له لارې د فیروزې د زېرمې اندازه او کیفیت معلوم کړي او که د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته تایید شي، د استخراج زمینه به یې برابره شي.
په پنجشېر کې تر دې وړاندې د زمرد، تورمالین، شین ګارنټ او شاوخوا ۱۷ نورو ډوله کانونو شتون هم تثبیت شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

