د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلاوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې، هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.
افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او هند ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره عظمتالله عمرزي تر ټولو ډېرې ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، محمد نبي ۳۳، صدیقالله اتل ۱۳ او ابراهیم ځدراڼ ۱۱ منډې جوړې کړې.
د هند په توپاچونه کې ارشدیپ سینګ درې ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې جسپرېت بومرا، اکشر پټېل او ورون چکرورتي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
هند ټاکل شوی ۱۵۷ منډې هدف په ۱۳ اعشاریه څلور اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د هند لپاره ابیشک شرما په زړه پورې توپوهنه وکړه او په ۳۲ توپونو یې ۸۲ منډې وکړې.
ایشان کېشن ۴۲ او سنجو سمسون ۱۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري محمد نبي دوه او عظمتالله عمرزي یوه ویکټه واخیسته.
په دې بریا سره هند د درې لوبو په لړۍ کې یو د صفر په وړاندې مخکې شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شلاوریزه نړیواله لوبه به د سپټمبر په پنځلسمه نېټه ترسره شي.
افغانستان به هڅه وکړي چې په دې لوبه کې بریا خپله او د سیالیو لړۍ برابره کړي.
سرچینه : شرق نیوز

