د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۵۰ کورنۍ، چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۹۹ کورنۍ، چې ۵۱۵ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۱۰۴ کورنیو ته مالي مرستې ورکړل شوې دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۹۱ کورنۍ، چې ۴۷۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
له سپینتورخم څخه بیا ۴۶ کورنۍ، چې ۲۴۹ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
په کندهار کې د سپینبولدک له لارې ۱۷ کورنۍ، چې ۹۷ غړي لري، ثبت شوې او ۱۶ کورنۍ ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
په نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې ۱۲۹ کورنۍ، چې ۴۸۱ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې او له دې لارې ۱۰۶۸ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
کمېسیون وايي، راستنو شوو کډوالو ته د ترانسپورټ، مالي مرستو، خوړو، سیمکارتونو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې لازم خدمات وړاندې شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

