د هرات او هلمند ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه، نشهيي مواد او د هغو د جوړولو لومړني توکي کشف او نیول شوي دي.
د هرات ولایت د پولیسو قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو ویلي، چې د دغه ولایت د فارسي، پښتون زرغون، چشت او اوبې ولسوالیو اړوند سیمو کې یې نشهيي توکي او د تولید اړوند مواد ترلاسه او ضبط کړي دي.
چارواکي وایي، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیات د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

