د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له یوې اونۍ راهېسې د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او د ننګرهار او کندهار له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، راخوشې شوي کسان چې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي پکې شامل وو د بېلابېلو لاملونو له کبله پاکستان کې بندیان وو.
د مالوماتو له مخې د راخوشې شویو کسانو له ډلې ۷۱۳تنه د تورخم او ۱۶۷تنه د سپین بولدک لارې هېواد ته راستانه شوي چې د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
مسعود عربزی

