د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
د دواړو مشرانو ترمنځ په دې مهمه ناسته کې د ایران پر وړاندې له وروستیو بریدونو وروسته د سیمې د وضعیت، راتلونکو اقداماتو او د امریکا ـ اسراییلو د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې وشوې.
راپورونه وایي، نتنیاهو به په دې لیدنه کې د ایران د اټومي تاسیساتو د پراختیا په اړه استخباراتي معلومات هم له ټرمپ سره شریک کړي.
دا ناسته په داسې مهال ترسره شوې چې ایران له امریکا سره له مستقیمو خبرو ډډه کوي، خو ټرمپ بیا د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل په اړه خوشبیني ښودلې ده
سرچینه : فاکس نیوز

