د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ د عیدیاخیلو سیمه !
پدې سیمه کې تېرو شلو کلونو کې امریکايي او متحديو ځواکونو يې په کې ګڼې شپنۍ چاپې وهلي ، خلک يې ځورول او يواځې په يوه کور دولس ځلې چاپې اچولي ، چې د دغه کورنۍ غړی خان آغا وايي دوه ځل يې څلور ، پنځه تنه له ځانه سره هم بیولي دي.
د دوي په وينا چې د دغه چآپو پرمهال يې ګڼ لوخې ورته مات کړې او طلا ګانې هم ترې وړي دي.
د دغه کورنۍ دوه غړي ، چې يوه شهید باز محمد او بل يې ورور هم د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې په پچیراګام ولسوالۍ کې په شهادت رسولي و.
د شهید باز محمد ځوی سرتور بازمل چې هغه مهال د دیارلس کلونو په عمر و ، وايي د اشغالګرو چاپو دومره ویرولي وه ، چې په خپل کور ویریدل.
د شهید بازمحمد سره يو ځای په ډرون برید کې د شهید شوي ورور کوچنی ځوی يې توحیدالله ، چې د پلار د مړینې پرمهال يې عمر یو میاشت و ، وايي نورو همزولو ته کتو د پلار تشه احساسوي او ځوریږي.
دی له نړيوالۍ بشري حقونو د عدالت غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي د اشغال پرمهال په دغه ولایت کې په لرو پرتو سیمو کې دغه ډول ګڼې پېښې شوي ، چې د بهرنیو اشغالګرو لخوا بې ګناه کسان شهیدان شوي دي.
د يادونې وړ ده ، چې دغه پېښه له نن څخه کابو دولس کاله وړاندې هغه مهال رامنځته شوي ، چې امریکايي او د ناټو اړوند بیلابیل بهرني ځواکونونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې مرکزونه درلودل او وخت ناوخت به يې شپنۍ چاپي او په ځينو سیمو کې ډرون بریدونه ترسره کول.
راپور : سباوون ساحل

