د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی، چې درې تېلوړونکي بېړۍ یې د خبرداریو له نه منلو او په غیرقانوني مسیر کې د تګ راتګ له امله درولې دي.
د سپاه پاسداران په هغې خبرپاڼه کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې یادو بېړیو د سمندري ځواکونو خبرداریو ته پام ونه کړ او خپل حرکت یې په ناامنه او غیرقانوني مسیر کې دوام ورکړ، چې له امله یې په نښه او درول شوې.
په خبرپاڼه کې د بېړیو د هویت، بیرغ، بار او یا هم د عملې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا، رویټرز د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې عمان ایران ته د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د ګډ سیمهییز میکانیزم د جوړولو نوی وړاندیز کړی دی. د راپور له مخې، په دغه طرحه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له لوري د اختیاري فیسونو ورکول هم شامل دي.
د رویټرز په وینا، یوې سیمهییزې سرچینې، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې، ویلي چې د عمان دغه وړاندیز د سیمې د یو شمېر هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی
سرچينه: بې بې سي

