پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي، د کاپیسا ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په انګړ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال ترابي وویل، چې هرې سېلابځپلې کورنۍ ته د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري ۸۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او د ماشومانو د ملاتړ صندوق له خوا روغتیايي بستې، چې ۱۹ قلمه روغتیايي توکي پکې شامل دي، ورکړل شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې د سېلاب ځپلو کورنیو د لا ډېر ملاتړ لپاره به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د خوړو نړیوال پروګرام له لوري خوراکي توکي او د «اېس آی» مؤسسې له خوا نورې نغدي مرستې هم ووېشل شي.
ترابي ډاډ ورکړ، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره به د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بلخوا، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې او همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه.
سرچینه : پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره

