د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي توروهان صالح سره وکتل.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو د افغانستان د پراختیا او اړوندو برخو کې د همغږۍ او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

