نورستان ولایت کې د سیلابونو د وروستیو ارقامو لمخې د ۳۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت خلکو ته مالي زیانونه اړولې دي
معلومات ښيي چې ۲۵ تنه شهیدان . ۱۲۵ تنه ټپیان . ۱۳۲ کورونه زیانمن شوې .۷۰ هټۍ . نیږدي ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه.۶ مارکیټونه او ۶ هوټلونه او ۴ سوه متره استنادي دیوالونو ترڅنګ کانالونه او سربندونه هم لمنځه تللي دي.
د معلوماتو لمخي د نورستان د مرکز پارون د بریښنا شبکه او د اوبو رسولو یوه شبکه چې ۱۰۰۰ کورنیو ته يي پاکې اوبه رسولي هم زیانمني شوې دي.
ددي ترڅنګ ۳۰ عرادي موټرسایکلي او موټري او ۱ شخصي روغتیايي مرکز . لمنځه تللي .۴ پلونه او ۴ د نجاري فابریکي زیانمني شوي . د ښاروالۍ ریاست ودانۍ هوټل او مسجد لمنځه تللي. ۶ کیلومټره عامه سړک ویجاړ شوی .
مسولین زیاتوي تر دي مهاله د ۵ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیلابیلو بنسټونو او هیوادونو له لوري مرسته شوي ده .
بل لورته د نورستان سیلاب ځپلي که څه هم تر دي مهال په ورکړل شویو مرستو خوښ دي خو بیا هم د نورو مرستو غوښتنه کوې
دوۍ وايي سیلابونو يي ټوله هستي اخیستي او پدي برخه کې مرستو ته ډیره اړتیا لري.
د مسولینو د معلوماتو پر اساس تر دي مهاله په شاوخوا ۵ سوه کورنیو خوراکي مرستي ویشل شوي دي
راپور : مسعود عربزی

