د امریکا د سیاتل ښار په مرکز کې د «بایټ آف سیاتل» د خوړو د جشنوارې پر مهال د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور، چې یو دوه کلن ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.
رویټرز د سیاتل پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه ډزې تیر ماښام شوي، چې له امله یې څو کسان د مرمیو هدف ګرځېدلي دي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي او ویلي یې دي چې د دې پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.
تر اوسه د دغو ډزو د انګېزې او د بریدګرو هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
سرچینه : نړیوالې رسنۍ

