د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې رییس الکساندر دي کرو کابل ته رارسیدلي او د کډوالو او بېرته راستیندونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال سره یې ملاقات کړی دی .
برهام صالح وایي چې د سفر موخه یې له نیږدې د افغانانو د ژوند ستونزو ارزول او ورته رسېدنه کول دي.
د هغه په خبره له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه افغانان راستانه شوي، چې دا پر نړيواله کچه له لویو شمېرو ګڼل کېږي، له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعاله څانګه لري، چې د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې د خلکو ژوند ښه والي لپاره مرستې کوي.
هغه ژمنه وکړه، چې خلکو ته به د کاري بوختیاوو زمینه برابره کړي.
مسعود عربزی

