د ننګرهار امنیه قومندانۍ وایي، د جلالاباد ښار په نهمه امنیتي حوزه کې پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کابل کمپ په سیمه کې یو تن د دوو کرولا ډوله موټرو د غلا په تور نیولی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه به یې ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د غلاوو او نورو جنايي جرمونو پر وړاندې به کشفي او امنیتي هڅې لا پسې پیاوړې شي، او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره به له قانون څخه سرغړوونکو سره جدي چلند وشي
مسعود عربزی

