د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي په تېرو دریو کلونو کې دلته د امارتي محلي ادارې د هڅو په پایله کې له ۱۶۵ څخه زیاتې دښمنۍ په سوله بدلې شوې دي او لسګونه هغو کورنیو ته چې له خپلو سیمو تښتیدلې وې بېرته وطن ته د راستنیدو زمینه ورته برابره شوې ده
دوۍ وایي په دې کې د قتل خپلمنځي دښمنیو حقوقي شخړو او ګڼو نورو ټولنیزو موضوعاتو قضیې شاملې دي چې د خلکو ترمنځ حل او فصل شوې
چارواکي وایي په دې ولایت کې د ۱۵ تر ۲۰ کلونو پخوانۍ دښمنۍ حل او په سوله بدلې شوې
هغوۍ وایي د پنجشیر ولایتي اداره د خلکو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده او په راتلونکي کې به هم د دښمنیو د ختمولو او د ورورولۍ د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
په ورته مهال د پنجشیر ځایي خلک پدې ولایت کې له حکومتي مسوولینو ددې اقداماتو هرکلی او مننه کوي او زیاتوي چې پنجشېر کې د ټولو اوسېدونکو ترمنځ د یووالي او اتفاق فضا رامنځته شوې ده

