سږنی لوی اختر کې د کونړ په مرکز اسداباد ښار کې د رخت پلورونکو هټۍ د خلکو د ګڼي ګوڼي څخه خالي دي او د نورو کلونو په پرتله پکې د خلکو ګڼه ګونه نه تر ستر ګو کیږي
رخت پلورونکي وايي د تیرو کلونو په پرتله يي کار کمزوری دی او څوک د رختونو اخیستو ته نه راځي
دوي وايي فقر او غر بت دلته ددي لامل شوې چې څوک اختر لپاره رختونه وانخلي
دلته کونړ کې نه یوازې رخت پلورونکي ددغې ستونزې کړیږي بلکې جامي ګنډونکې هم د ورته ستونزي سره مخ دي
رخت پلورونکي وايي دتیرو کلونو په پرتله سږکال لوی اختر ته څوک د جامو ګنډولو لپاره نه ورځي چې دغې چارې دوي اندیښمن کړي دي
مونږ ددي ستونزي د پیدا کیدو په پار وپوښتل چې ایا د جامو ګنډولو نرخونه خو به لوړ نه وي
دوي وویل مونږ ته د حکومت له لوري ټاکلي نرخنامه راکړل شوې ده او د هغي مطابق مخکې ځو خو بیا هم دلته د پخوا په څیر د خلکو ګڼه ګونه نه ترسترګو کیږي
دا په داسې حال کې ده چې لوی اختر ته د ګوتې په شمېر ورځې پاتې خو کاروباریان وایي چې فقر بېکاري او د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت هغه عمده لاملونه دي چې د بازارونو تودوالی یې کم کړی دی

